سپوږمۍ مې بېګا وليده بربنډه لېونۍ
آدې ته مې وروکړله ژر منډه لېونۍ
خاونديې د خپل زوی په بدو مړ کړو ترېنه چا
په کلي کې يې بولي خلک کونډه لېونۍ
له زاڼوکټوري غوښتل و، تا نه د وفا
زه هسې درته هاغه ورځ وم رنډه لېونۍ
نارې مې خوب کې تا او کلي ټولو اورېدې
ولاړه وم د سيند په لويه څنډه لېونۍ
په پښو باندې به لوڅ يې پر سر به دې کفن وي
ځارېږې به له خپلې غونډې منډې لېونۍ
ګيله له بې وفا اشنا نه مه کړه پکتيانۍ
ازل کې يې ليکلي ستا پر ټنډه لېونۍ.

 

٢٦ جولايي ٢٠٠٩ پېښور حيات آباد
 

غزل: پکتيانۍ
کاواکه يې روان چرته په منډه لېونيه
خوړلی شي دنيا واړه په ټنډه لېونيه
وطن  مو رانه سرو کفارو واړه لاندې کړی
راځه په جنګ کې واخلو دواړه ونډه لېونيه
له مانه خوبه ته او ستا په سر دنيا شي پاتې
له تانه به څه پاتې شي لونډه لېونيه؟
ثواب دې يوه زره هم زما د مينې نصيب نه شو
آزار دې رانه يوړو لويه پنډه لېونيه
د کلي خلک دې وژني ته له ځانه خبر نه يې
په منځ د کلي مه راځه پر څنډه لېونيه
جنت ته دې پرې نه بيايم خوقدر يې لږ زده کړه
خوله مې ده پر زېړه زنه پنډه لېونيه
درتلمه پکتيانۍ په تورو غرونو ستا ديدن ته
بلا مې د دستور وه راته خنډه لېونيه.
 

٢٨ جولايي ٢٠٠٩ پېښور