راليږونکی :dr hassan
د راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.com
نيټه : 03-05-2009
غزل
زړنوپه زړنو لګولې سترګې
هسې له سترګو شرمیدلې سترګې
داپه خوشبو زما دالفت لمبیده
ما په سرواوښکوکې وینځلې سترګې
چې پکې خلی ستا دغم غړیدی
زما به څنګه پټیدلې سترګې
له بې صبرۍ نه ګبڼۍ مې نیسي
چې کړي راپورته خوبولې سترګې
نور به مې څه لیدل په ډک محفل کې
لکه ائینې يې پړکیدلې سترګې
تا خو دنه راتلو سوګند و کړی
(حسن) لا بیا هم غړولې سترګې
ډاکتر حسن -لندن
01.05.2009
- محمدحنيف حيران
دښمن مې راغی زه ښی لاس نه لرمتوره مې ورور ماته ده آس نه لرمزما له مرګه به ته څه حاصل کړېزه بې سندرو بل ميراث نه لرمزه لکه مار اوس خاورې هم خوړی شماوس غم د خېټې او افلاس نه لرمکه مې دښمن وې نو څه نه وايمهنور د هيچا په مرګ کې لاس نه لرمخدای خبر جنګ راباندې څه کړي ديچې اوس د سولې هيڅ احساس نه لرمزه لکه ګران افغانستان داسې يمچې سيوری کوز او ستوری پاس نه لرمرانه پوښتنه د رقيب مه کــــــــــــــوهزه له شېطان سره تماس نه لـــــــــرم...
04.05.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :پیزواند راليږونکي پته :skyb4u@hotmail.comنيټه : 03-05-2009سلامونه ګرانه هیله ده چې د ژوند په هر ډګر کې به د پوره بریا څخه برخمن وې ګرانه حیران خانه دا دی یو څل بیا د پکتیا ډاګ ته څو ټپيزې درلیږم که د خپرولو وې نو هیله ده چې په بلاګ کې ځای ورکړی ما پرې کوشش کړی خو پوره پرې ډاډه نه یم چې څنګه دي ایا وزن کافیه او د موضو تړاو په کې شته او که نه څکه چې ځوک خپل عیب نه ویني ، بریالی اوسې!!په مینه پیزوان/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/...