نوی غزل: محمدحنيف حيران
توره مې ورور ماته ده آس نه لرم
زما له مرګه به ته څه حاصل کړې
زه بې سندرو بل ميراث نه لرم
زه لکه مار اوس خاورې هم خوړی شم
اوس غم د خېټې او افلاس نه لرم
که مې دښمن وې نو څه نه وايمه
نور د هيچا په مرګ کې لاس نه لرم
خدای خبر جنګ راباندې څه کړي دي
چې اوس د سولې هيڅ احساس نه لرم
زه لکه ګران افغانستان داسې يم
چې سيوری کوز او ستوری پاس نه لرم
رانه پوښتنه د رقيب مه کــــــــــــــوه
زه له شېطان سره تماس نه لـــــــــرم