راليږونکی :پیزوان
د راليږونکي پته :skyb4u@hotmail.com
نيټه : 03-05-2009
سلامونه ګرانه هیله ده چې د ژوند په هر ډګر کې به د پوره بریا څخه برخمن وې
ګرانه حیران خانه دا دی یو څل بیا د پکتیا ډاګ ته څو ټپيزې درلیږم که د خپرولو وې نو هیله ده چې په بلاګ کې ځای ورکړی
ما پرې کوشش کړی خو پوره پرې ډاډه نه یم چې څنګه دي ایا وزن کافیه او د موضو تړاو په کې شته او که نه څکه چې ځوک خپل عیب نه ویني ، بریالی اوسې!!
په مینه پیزوان
/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/\\\\/
په اوښکو لوند زما ګــــــــریوان دی
په بل وطن کې مې ژوند ګـــران دی
رانه جــــــــــــــدا چې مې جانان دی
افسوس ــ افسوس ـــ ارمان ارمان دی
خالي میدان دی سترګې چا ته وړومه
*****
اوس به ټول عمر شبګیرې کړم
قسمته !! تا ته به ښېرې کــــــړم
زه د په زړه زرې ـ زرې کړم
بېلتانه وسوم غـــــــم ایرې کړم
خواښه د باد ده چې مې کومې خوا ته وړینه
******
ستا په لیدو مې حالت نور شو
شونډې مې وچې رنګ مې تور شو
د ستا د حسن باغ سمسور شو
پېکی د بیا په مخ را خور شو
لا ئې قیچي کړه لا ئې واړوه سرونه
****
مړ مې د ژوند د مستۍ ځراغ دی
په زړه مې جوړ د نېستۍ داغ دی
ګلشن ته بیا راغلــــــــــی زاغ دی
وطن د زېړو ګلـــــــــــــو باغ دی
د مســـــــــــــــافرو په کې نشته نصیبونه
******
ما په احیاط اخیستی ګام دی
هرې خبــرې ته مې پام دی
تهمت منمه چې ناکــــام دی
د عاشق هسې نوم بدنام دی
د جېنۍ سرې شونډې پیزوان خواړلي دینه