نوی درد راکه د غم کيسه زړه شوه
د ژړا او د ماتم کيسه زړه شوه
اننګي زما په اوښکو لانده راوړه
په ګلونو د شبنم کيسه زړه شوه
سر زما په شان کړه جار د چا له پښو نه
برهمنه د صنم کيسه زړه شوه
نوی خنډ دې په خورو زلفو کې نشته
د مزل د پېچ او خم کيسه زړه شوه
د ژوند ستړيو ته يو بل دمه ځای بويه
خدايه نوره د عدم کيسه زړه شوه
ګله وکره څه اور په خپلو لارو
پر ازغو خو د قدم کيسه زړه شوه
په نغمو کې دې درمله څوک پيدا کړه
د درخو او د ادم کيسه زړه شوه.