اشنا څېرې راته اشنا راته نه ښکاري
هيڅ يو تصوير راته صفا ښکاري
په شب پرستو باندې زېری وکړئ
چرته کې لرې هم رڼا نه ښکاري
د لوټ تالان شکايت چاته وکړو
دلته خو غلا هم چاته غلا نه ښکاري
شونډې هم ستا خوځي او ژبه هم ستا
دا ستاخبرې ماته ستا نه ښکاري
ښکلو په موږ نظر بندي کړې ده
دي بې وفا خو بې وفا نه ښکاري
دی خو زما مرۍ ته زور راکوي
د اسړی ماته مسيحا نه ښکاري
اسراره تلل نه کړي زما په خوښه
ماته دا خپل غزل زما نه ښکاري

08.04.2009
- محمدحنيف حيران
نوی درد راکه د غم کيسه زړه شوهد ژړا او د ماتم کيسه زړه شوهاننګي زما په اوښکو لانده راوړهپه ګلونو د شبنم کيسه زړه شوهسر زما په شان کړه جار د چا له پښو نهبرهمنه د صنم کيسه زړه شوهنوی خنډ دې په خورو زلفو کې نشتهد مزل د پېچ او خم کيسه زړه شوهد ژوند ستړيو ته يو بل دمه ځای بويهخدايه نوره د عدم کيسه زړه شوهګله وکره څه اور په خپلو لاروپر ازغو خو د قدم کيسه زړه شوهپه نغمو کې دې درمله څوک پيدا کړهد درخو او د ادم کيسه زړه شوه....
09.04.2009
- محمدحنيف حيران
دا خو ستا سرو اننګو اخيستی اور دیما خو ويل چې که اوبو اخيستی اور دیچې ارمان يې و زمونږ کورونه وران شياوس کورونو د هغو اخـــــيستی اور دید جهان کفار مـــــــــو خپــــــــــله رابــــــلليمونږه ځانته په پيسو اخيستی اور دیسرو غاټولو پورې دښتـــــــه لمبــــه کړېما خو ويل چې که وښو اخيستی اور دید وطن کفار مـــــــو نورو سره يو شــــــــولسرو لمبو له سرو لمبو اخيستی اور دید ځوانانو عاقبت خــــــــو مو خـــــراب وورته ګوره جينکو اخيـــــــستی ا...