دغه زاري درته کومه ګرانې
دا نوي واړه عادتونه ورک کړه
ته په دې نوي انداز ښه نه ښکارې
له ځانه ټول نوي رنګونه ورک کړه
ته چې ماشومه وې نو ډېره ښه وې
هر چا په مينه نازولې ګرانې
لکه ماشومه پرښته په ځمکه
واله همدومره وې سپېڅلې ګرانې
که به کوم چا درته کنځلې وکړې
نو تا به اوښکې تويولې ورته
تا به دبدو ځواب نه درلودو
تا به کنځلې نه کولې ورته
که به کوم چا په مخ څپېړه درکړه
نو تا په مخ باندې وهلی نه شو
که به کوم چا له وېښتو ونېولې
نو تا وېښتو نه رانېولی نه شو
ته چې ماشومه وې نوډېره ښه وې
کېنه دې زړه کې نه ساتله کله
که به همزولو سره شولې ورانه
نو شېبه پس به راپخله شوې حپله
اوس چې رالويه شوې بدله شولې
اوس دې په زړه کې کرکې ځای نېولی
اوس په زړه دومره شولې سخته ګرانې
چې د انسان زړه شې په لاس ايستلی
اوس چې رالويه شوې کنځل دې زده کړل
خو ستا په شونډو کنځل خوند نه کوي
د بدرنګيو په لور ولې لاړې؟
په ډېرانونو خو ګل خوند نه کوي
دغه زاري درته کومه ګرانې
دماشومتوب په شان سپېڅلې اوسه
لکه په رنګ چې ېې د ښکلو ميره
د ژوند په چارو کې هم ښکلې اوسه