د تخپل پر تاخ مې مړه ده د غزل ډيوه ګۍ
څاري مدام ستا دښايست درڼا پل ډيوه ګۍ

دامو د ژوند په سپين سهار پورې اروا تړلي
داچې کو و ستا په رڼا با ندې مزل ډيوه ګۍ

د رڼا شال دې زما د شعر پر پتنګ وغوړوه
چې دې راشنه کړي رڼه ستوري پر اوربل ډيوه ګۍ

زه به دې ولې دخپل ژوند دلارې مله نه بولم
ما درته کړي دي بلا ليکل،لوستل ډيوه ګۍ

پاس به تر ستورو نوښتګر لاسونه وغځوم
که مې شاعر احساس ته ورسوې ځل ډيوه ګۍ

ته د بهار دزړه جونګړ ه تل روښانه ساتې
راشه چې کړم دې درڼا اننګي ښکل ډيوه ګۍ

1/6/2008