درد مې د زړه زخمو ته داسې اې ملګرو راشي
لکه شاهين چې په وړو - وړو کوترو راشي
ژبې لري ټول ګونګيان نه دي خولږزړه چې وکړي
چوپتيا به غوڅه کړي هر څه به په سندرو راشي
زړه ته راولېږې جانانه دومره ډېر غمونه
لکه ځاځي ځوانان چې جنګ ته په لښکرو راشي
چې څه يي ولېدل نو ټول به درته سپين ووايي
خو بس چې دا وګړي يوځل په خبرو راشي
خواږه ېادونه دې په زړه داسې راووريږي
لکه يو سېل مرغۍ چې يودم په نښترو راشي