راليږونکی :sajid bahar
د راليږونکي پته :sajid.bahar@yahoo.com
نيټه : 27-03-2009
غزل
موږ د تڼاکو زړونو درد لره اوږه ورکړي
تل مو دژوبلو ارمانو په نوم سينه وکړي
موږ به دسولې پيغله څنګه په تندي ښکلوو
موږ خو مدام ورته د وينو لوپټه ورکړي
دي پښتنې خو د دښمن دانتقام لپاره
غازي لالي ته په شاجوره کې باڼه رکړي
څه درنې ډزې دي اوڅه د تسليمۍ غږونه
ښکاري جانان ته مې يې بيا دسر مورچه ورکړي
له اتڼ وړانې پکې ګوري غيږه غيږه څڼې
بهار ته پيغلې ځونډوره ايېنه ورکړي
ساجد بهار خوست
26.03.2009
- محمدحنيف حيران
ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملامته يمه
د ژوند په دښته کې مې لاس د خپل وجود پرېښوده...
01.04.2009
- محمدحنيف حيران
د تخپل پر تاخ مې مړه ده د غزل ډيوه ګۍڅاري مدام ستا دښايست درڼا پل ډيوه ګۍ
دامو د ژوند په سپين سهار پورې اروا تړليداچې کو و ستا په رڼا با ندې مزل ډيوه ګۍ
د رڼا شال دې زما د شعر پر پتنګ وغوړوهچې دې راشنه کړي رڼه ستوري پر اوربل ډيوه ګۍ
زه به دې ولې دخپل ژوند دلارې مله نه بولم ما درته کړي دي بلا ليکل،لوستل ډيوه ګۍ
پاس به تر ستورو نوښتګر لاسونه وغځومکه مې...