ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه
کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې
زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده
درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه
ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملامته يمه
د ژوند په دښته کې مې لاس د خپل وجود پرېښوده
بيا مې تر ډېره اورېده ، چې ملامته يمه
بېګا جلال په ميکده کې په ځان نه پوهېده
په چغو چغو ژړېده ، چې ملامته يمه
جلال امرخېل

26.03.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :ZABIHULLAH QARARد راليږونکي پته :ZABI_QARAR@YAHOO.COMنيټه : 21-03-2009سلام حیران صېب روغ رمټ دې غواړم له ځا ځیو درته اېمل لېکم پاڼه دې لولم او خدای شته چې له ټکي ټکي ېې خوند اخلم ا و حپل یو غزل هم درلېږم خدای دې وکړي چې د پکتېا په ډاګ کې ، ځای ورکړېخدای دې خلکو ته یو داسې ښکلی ژوند ورکړيچې یاران یوبل ته لاسونه په خوند خوند ورکړيتا خو ازغي ورته کرلي خو زه سوال کومهخدای دې زقوم ازغي ته هم دګل پيوند ورکړيد هر ماشوق زړه کې پيدا کړې دوم...
28.03.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :sajid baharد راليږونکي پته :sajid.bahar@yahoo.comنيټه : 27-03-2009غزلموږ د تڼاکو زړونو درد لره اوږه ورکړي تل مو دژوبلو ارمانو په نوم سينه وکړي موږ به دسولې پيغله څنګه په تندي ښکلووموږ خو مدام ورته د وينو لوپټه ورکړي دي پښتنې خو د دښمن دانتقام لپارهغازي لالي ته په شاجوره کې باڼه رکړيڅه درنې ډزې دي اوڅه د تسليمۍ غږونهښکاري جانان ته مې يې بيا دسر مورچه ورکړيله اتڼ وړانې پکې ګوري غيږه غيږه څڼېبهار ته پيغلې ځونډوره ايېنه و...