راليږونکی :ZABIHULLAH QARAR
د راليږونکي پته :ZABI_QARAR@YAHOO.COM
نيټه : 21-03-2009
سلام حیران صېب روغ رمټ دې غواړم له ځا ځیو درته اېمل لېکم پاڼه دې لولم او خدای شته چې له ټکي ټکي ېې خوند اخلم ا و حپل یو غزل هم درلېږم خدای دې وکړي چې د پکتېا په ډاګ کې ، ځای ورکړې
خدای دې خلکو ته یو داسې ښکلی ژوند ورکړي
چې یاران یوبل ته لاسونه په خوند خوند ورکړي
تا خو ازغي ورته کرلي خو زه سوال کومه
خدای دې زقوم ازغي ته هم دګل پيوند ورکړي
د هر ماشوق زړه کې پيدا کړې دومره مينه خدايه
چې سر د يار خاورو ته پرې نږدي مړوند ورکړي
زموږ دکلي مينان کړې خدايه دومره زړور
چې عا شق خپلې ماشوقې ته ګل څرګند ورکړي
د ا د خدای ورکړې دي قراره ته به څه وواېې
چا ته کړي تريخ جانان په برخه چا ته قند ورکړي
زبيح ا لله قرار
مننه
26.03.2009
- محمدحنيف حيران
ماشوم چې تی وروي شونډو ته یې وینـــــــه راشي زه مې چې شونډې دجـانان وروم مینــــــــــــــه راشي
دزړګي مراندې مې شـــوق وتخنـــوي هغه شیبــــــهبوی دخولې مې چې دیار لــــه سپین جبینــه راشي
چې شړشم ګل وي زه او یارمې ترینه خوند اخـــــلوالله دې وکړي چې یــوه ورځ داسې رنګینــــه راشي
دخپـــــــلې خـــــــاورې لـــه غنمینې مړۍ و شرمیږهچې مسلمان یې او په خــــــ...
26.03.2009
- محمدحنيف حيران
ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملامته يمه
د ژوند په دښته کې مې لاس د خپل وجود پرېښوده...