راليږونکی :عزیزالرحمان نیازی
د راليږونکي پته :azizurahman_niazai33@yahoo.com
نيټه : 24-02-2009
خدایه دا څوک دی!
چې په خوب کې راځي
زما د زړه په دشته
خواږه دردونه کري
زه یې سندرې کړمه
غواړم چې ور یې کړمه
خو
هغه د تل لپاره
زما له الهامي خوبونو
بیرته لاړ شي
»»»»»
خدایه دا څوک دی!
چې زما په شپو کې
لکه د ستورو او سپوږمۍ په څیر
سپینه رڼا خوروي
غواړم چې لاس ورواچوم
غواړم چې وې نیسمه
خو
د زمانې وریځو ته
بیرته پناه یوسي
»»»»»
خدایه دا څوک دی!
چې زما د سندرو
کتابو کې اوسي
زه یې په پاڼه، پاڼه لولم خو
د اسم اعظم په څیر یې
راځینې نوم ورک دی
»»»»»
خدایه زه نه پوهیږم
چې لاشعور کې زما
څه رنګ ښکلا پرته ده!
چې زه په تورو کې
د هغې نوم هم ځایولی نشم
نو
خدایه زه نه پوهیږم
چې زه پر چا مین یم
چې زه پر چا مین یم
پای
د سلواغې ۱۹مه ۱۳۸۷کال
د جلال آباد ښار
22.02.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :ذاکرالله همدردد راليږونکي پته :zakir_hamdard@yahoo.comنيټه : 21-02-2009ما يی چې سترکو ته په ځیر وکتلسترګې ېې ډکې شوې له سپینو اوښکوما ویل ولې ژاړېدی ویل ته رانه سفر ته درومېزه به د ناز خبرې چا سره کړم؟اوس له سپوږمۍ که له مرغانو سرهکه په ګلشن کې له ګلانو سره؟
ذاکرالله همدرد
راليږونکی :ذ١کرالله همدردد راليږونکي پته :zakirullah.hamdard@roshan.afنيټه : 21-02-2009د خ...
05.03.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :مخمدين مبين خوستد راليږونکي پته :mobin@yahoo.comنيټه : 05-03-2009غزلنه مې وځي هيڅ جانان له فكر نهداسې لكه كلك ايمان له فكر نهوه ګرانه جانانه توسيئه كوممه باسه زاړه ياران له فكر نهټول چې پكښې وي ستا د يارۍ بازارشمه ترينه زه قربان له فكر نهنن سبا دنيا بدله شوي ده كيږي نه ګزران پكښې له فكر نه خداى قسم كه ښو باندې اوښتي ويچاچې دى باسلى قرآن له فكر نهوه مبينه څه ګټه دې وكړله ته چې يې اخته د ځان له فكر نه...