راليږونکی :ذاکرالله همدرد
د راليږونکي پته :zakir_hamdard@yahoo.com
نيټه : 21-02-2009
ما يی چې سترکو ته په ځیر وکتل
سترګې ېې ډکې شوې له سپینو اوښکو
ما ویل ولې ژاړې
دی ویل ته رانه سفر ته درومې
زه به د ناز خبرې چا سره کړم؟
اوس له سپوږمۍ که له مرغانو سره
که په ګلشن کې له ګلانو سره؟

ذاکرالله همدرد


راليږونکی :ذ١کرالله همدرد
د راليږونکي پته :zakirullah.hamdard@roshan.af
نيټه : 21-02-2009
د خوب تعبیر
چې می د ژوند اړخونه وڅیړمه
په هره برخه کی جانان، جانان دی
بيا می له ځان څخه پو ښتنه وکړم
چې دا جانان دی څوک دی
له ډیره فکره او خیالۀ وروسته
بس نا څاپي مې زړه درزا شروع کړي
چی دی درزا  ته ځیر شم
نو پکې ولومه
ها چې د خدای دی
نو دغه ستا هم دی.