راليږونکی :مخمدين مبين خوست
د راليږونکي پته :mobin@yahoo.com
نيټه : 05-03-2009
غزل
نه مې وځي هيڅ جانان له فكر نه
داسې لكه كلك ايمان له فكر نه
وه ګرانه جانانه توسيئه كوم
مه باسه زاړه ياران له فكر نه
ټول چې پكښې وي ستا د يارۍ بازار
شمه ترينه زه قربان له فكر نه
نن سبا دنيا بدله شوي ده
كيږي نه ګزران پكښې له فكر نه
خداى قسم كه ښو باندې اوښتي وي
چاچې دى باسلى قرآن له فكر نه
وه مبينه څه ګټه دې وكړله
ته چې يې اخته د ځان له فكر نه