څوک مو ريبارڅوک مو جانان وژني
څوک مو د ميني ګلستان وژني
څوک مو له غرونو نه نښتر پټوي
څوک مو کوچني څوک مو ځوانان وژني
ازادي چاهم راته نه ده خوښه
هر څوک مو دغه يو ارمان وژني
مونږ د زاغانو هم غيبت نه کوو
زمونږه ولى بلبلان وژني ؟
مونږکليسا هم دچا نه ده ورانه
ولى ممبر ولي اذان وژني ؟
مونږه دچا کتاب په کاڼو ويشتى؟
زمونږه ولى پاک قران وژني؟
بيان ازاد دى خپله چيغې وهي
بيا مو نو ولې خطيبان وژني؟
[صادقه]ويښ شه اسلام پال خبر کړه
هسى بهانې دي مسلمان وژني
15.02.2009
- محمدحنيف حيران
په چا وي شين په چا وريږيچا ته له لرې نه ياديږي د چا په کلي کې اوسيږيڅوک يي ديدن پسې ړنديږيڅوک يې د کټ نه غورزوي چى خوب رازينه
نن خو مې لږ زړګی خوشحال کړهله مخ نه لرې دې سورشال کړهخير دې قبول مى دغه سوال کړهپه پڅه توره مى حلال کړهخوداسې مه وايه چى نه دې پيژنمه
تک سپين سهار ورته ماښام شيدټولو خلکو ورته پام شيبيا يي چاره کله په جام شي؟څوک چى په مينه کى بدنام شيهغه غلام شي دهرچا خب...
15.02.2009
- محمدحنيف حيران
ورکه له شونډو نه خندا ده په زړه کې غوټه مې ژړا ده څنګه نړۍ څنګه دنيا ده !دنيا د غم په ورځ پيدا ده زه خوار غريب د خوشحالۍ تمه کومه
چې دا خيرن په وطن راغى چې دا خچن په وطن راغى په شين چمن په وطن راغى پاڅه دښمن په وطن راغى نور مې د زلفو لاندې مه کوه خوبونه
د زړه په خوښه مينتوب دى لکه يو خيال، لکه يو خوب دى څه بېخودي، څه لېونتوب دى يو ځلميتوب، يو پېغلتوب دى ورک ناويتوب شه...