ورکه له شونډو نه خندا ده
په زړه کې غوټه مې ژړا ده
څنګه نړۍ څنګه دنيا ده !
دنيا د غم په ورځ پيدا ده
زه خوار غريب د خوشحالۍ تمه کومه

چې دا خيرن په وطن راغى
چې دا خچن په وطن راغى
په شين چمن په وطن راغى
پاڅه دښمن په وطن راغى
نور مې د زلفو لاندې مه کوه خوبونه

د زړه په خوښه مينتوب دى
لکه يو خيال، لکه يو خوب دى
څه بېخودي، څه لېونتوب دى
يو ځلميتوب، يو پېغلتوب دى
ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه

که زه نادان که لېونى يم
په دې جهان کې يو سړى يم
خداى پيدا کړى داسې شى يم
که ګناهګار يمه د خداى يم
د بعضې، بعضې دله هسې بدې شمه

بس په يارۍ دې نازيدمه
په سره خولګۍ دې نازېدمه
چې په بلۍ دې نازېدمه
په آشنايۍ دې نازېدمه
په جدايۍ دې لکه ګل ورژېدمه

ژوندون په دار کولى نشم
شپې په انګار کولى نشم
ژوند او روزګار کولى نشم
نور انتظار کولى نشم
که نه راځې نو ځان تنور ته غورځوومه