په چا وي شين په چا وريږي
چا ته له لرې نه ياديږي
د چا په کلي کې اوسيږي
څوک يي ديدن پسې ړنديږي
څوک يې د کټ نه غورزوي چى خوب رازينه

نن خو مې لږ زړګی خوشحال کړه
له مخ نه لرې دې سورشال کړه
خير دې قبول مى دغه سوال کړه
په پڅه توره مى حلال کړه
خوداسې مه وايه چى نه دې پيژنمه

تک سپين سهار ورته ماښام شي
دټولو خلکو ورته پام شي
بيا يي چاره کله په جام شي؟
څوک چى په مينه کى بدنام شي
هغه غلام شي دهرچا خبرى وړينه

په افتخار به په ازغو تلم
زه ديار کلي ته په شپو تلم
په ديوالو لکه پيشو تلم
جانان تر نيمى لارى بوتلم
دکلې خلکو دخندا يي کړم مينه

نه به يي کار نه به يي روزګار وي
زړه به يي تل دغم با زار وي
دتهمتو به ذمه وار وي
که دچا روغ زړګۍ په کار وي
زما دى واوري يارانه دى نه کوينه

جانانه مه کوه دا څه کړى؟
ځانته به خپله خيرې وکړې
زما وفا چى در په زړه کړى
ارمان به ډير راپسى وکړى
بيا که جهان راپسى چاڼ کړى نه به يمه

زړه مى په لومه کى ايسار دى
ژوندون مى هسى خوار او زار دى
دجانان بل چيرته څوک ياردى
داسى مولا راته په کار دى
چى دجانانه مى بيزاره کړي مينه

زمونږ کوڅه باندى دى لار شه
مينه مى بيا درته په کار شه
له خدايه غواړم مړ دى يار شه
[صادقه]وخت ته انتظارشه
ډير کبرجن به درته وکړي سلامونه