اوس مــو دا زړونه خـــدايزده څه نري شـــول
هغه غرونه،غرونه حوصــلې كــه درته ياد وي

بس چه څه زړه ويل نوموږه هم منل ورسره
نه وې هومره ډيرې وسوسـې كه درته ياد وي

ما به سره لاســــونه په نكريزوباندې دروړل
تا به شونډې سرې په دنداسې كه درته ياد وي

تاته به هم ياد وي خــــو ماته چه بيا بيا ياديږي
هغه د جــــنګونو ورځې شپې كه درته ياد وي

دخيال تخته مـې دخالـــــتو تخته پاك پاكه كړه
ته راته رايادې كــــــړه وعدې كه درته ياد وي