په انتظارمى سترګى شخى شولې
تودى اوږدى جذبى مې يخې شولې
چى به پرى تاسى پيژندم له ورايه
اوس رانه ورکې هغه نښې شولې
طمع مى پرى شوله له هرى خوآنه
دشرق آو غرب له لرى برې خوآنه
وآقعيت صرف رآته دآ ښکآره شو
ځآن رآته هر چآ کې تنهآ ښکآره شو
مآ خو ويل چى ډير بچيآن لرمه
زه د څپيړې سوک ځوآنآن لرمه
زمآ ږولې ته به ټټر ورکوي
زمآ په سر بآندى به سر ورکوي
په هر ډ ګر کى ملګرتيآ به مى کړي
دفآع ريښتيآ له هرې خوآبه مى کړي
زمآ په لويشت لويشت خآوره جنګ به کوي
زمآ په تيږو لوټو ننګ به کوي
دهر لحآظ نه مطمين وم ځکه
په دى لفظو وعدو مين وم ځکه
چى نآ ګهآنه وخت ريښتونى رآغى
په وچيدو بآندى مى ستونى رآغى
ډيرى نعرى آو ډير فريآد مى آوکړو
ډير د لفظو يآرآنو يآد مى آوکړو
ټول رقيبآن مى يو طرف ولآړ وو
سره يو لآس سره يو صف ولآړ وو
خپلو مينځو کى سره نيم يي کړمه
په څو حصو بآندى تقسيم يي کړمه
زه يي په مينځ کى رآحصآر وم وآلله
خو بيآ هم زه په آنتظآر وم وآلله
مآ ويل کيدآى شي څوګ مدد مى وکړي
تپوس پوښتنه تر يو حد مى وکړي
په خپلو ژمنو چآ وفآ ونکړه
زمآ حسرت ته چآ پروآ ونکړه
چى مى نظر شو خپل پردي وو په کې
زه يي ويشتم زمآ بچي وو يه کې
وآړه زخمي شوم وو بآرآن د تيږو
رآوريدو په مآ له جيګو ټيټو
له هرى خوآنه ګوزآرونه کيدل
څه عجيبه غوندى وآرونه کيدل
شيبه حيرآن وم بيآ رآپريو تمه
په ځآن پوه نه وم په ډآګ کيوتمه
څه موده وروسته چى فعآل شومه لږ
دبيهوشى څخه په حآل شومه لږ
آول مى فکر ډير نآآرآم شو په کې
وروسته مې دې ټکي ته پآم شو په کې
چى ريښتيآ زه خو خرآسآن يم کنه
غم ته پيدآ آفغآنستآن يم کنه
آه زمآ يآر زمآ همدم څه شو
[آصفى] ته آو ستآ قلم څه شو