زاړه واړه به يوسي اوځوانان به غرقوي
چې مړې کوترې خوري او مړو هوسيو پسې ګرځي
بازان به ټپوسان شي او زمريان به غرقوي
په چيغو او فرياد مى ګاونډيان بي حده خوښ وو
له دى نه خبر نه وو چى خپل ځان به غرقوي
يواځى مى کابل ته سورسيلاب راغلى نه دى
ايران ته هم ورځي او پاکستان به غرقوي
همداسې که کشمير مقبوضه باندې يې جنګ وي
په خدای مې دې قسم وي هندوستان به غرقوي
حيران يم چې تراوسه دوي په څه طمع ويده دي
جنګ راغی باجوړ ته او مردان به غرقوي
يواځې د لادن ځوى څه داور بڅرکۍ نه دى
په دغو دسيسو مسلمانان به غرقوي
[صادقه ]که ميدان ته افغاني ځلمو راټوپ کړ
وطن به دې جانان شي غمازان به غرقوي
