که ديدن دی که جدايي ده
مينه د زړونو دوايـــــي ده
که په ظاهره ګدايـــــــي ده
يارانه نيمه پاچــــــــايي ده
څوک چې هوښتيار وي په هنر يې چلوينه

زلفې دې تاوې په نخرو که
شنه لوپټـــــــه دې په اوږو که
سره پايزيبونه دې په پښو که
سترګې دې تورې په رنجو که
شونډو ته رنګ د دنداسې ورکه مينه

مينه په سترګو کې زاري شوه
اوس مې ناکامه ريباري شوه
يوه خوږه غوندې خواري شوه
دسين نه پورې مې ياري شوه
اوس به کشتۍ ورته د زرو جوړومـــــــه.