جانان دومره واقعيت و چې يو خيال د زنده ګي و
د سوالګر  ملنګ له خولې نه وتی فال د زنده ګي و
يو نـــــــــظر يې زما ژوند و بل نـــــظر يې زما مړينه
د وفا هـــــيله له ياره لکه ســـــــــــــــوال د زنده ګي و
ژوند مو هم له مرګه جوړ و مرګه ته مو هم په ياد وې
دې له وينو ډک هيواد کې دا مو حال د زنده ګي و
هلته هم مينې کېدلې خو بس مونږه ترې محروم وو
څه د کلي پېغورونه څه جنجال د زنده ګي وو
هره لار د پرمختګ  مو وه  تړلې   په وهمونو
خپل بېځايه غيرتونه  مو ديوال دزنده ګي و
د منزل په رسيدو کې څه متاع نه وه سلطانه
د ژوندون د بقا هڅه هم زوال دزنده ګي و
سلطان احمدزی