بختور تر بختـــــــورومه څوورځې
کليوال د پيغمـــــبر ومه څو ورځې
زمازړه يو بې اغزيه سورګلاب ؤ
زه نه زخم نه خنجر ومه څوورځې
له کوثراوله زمزم ســـــره پخـــــلاوم
بس له تندې مرور ومه څــــــو ورځې
په اذان د مدينـــې مې زړه روښـــــان ؤ
زه له ستـــورو نه هم بر ومه څو ورځې
د دنيــــــا له پاچــــاهانوبــــې پروا وم
يو فقــــير او قلنـــــــدرومه څوورځې
دخپل ژوندپه وچه للمه کې روان وم
په څــــــپووم سمنـــــدرومه څوروځې
مادښمن په غشو،نه په ګلاب ويشتو
د خوږې مينې سنګر ومه څوورځې
له تيارو نه په کاروان کې وم راوتی
لاروی د ښکلي لمر ومه څو ورځې

15.01.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :هلمند پردیسد راليږونکي پته :helmandperdis@yahoo.comنيټه : 15-01-2009
بس راځه چی له دی شره ځینی تیر شو سپین او تور خو د یو رنګ خبره ده
له هر څه به درته تیر شم خو دا واوره چی دا پښتو زما دی ننګ خبره ده
خوب وړو باندی هر څوک ملنډی وهی دا استقلال خو د غورځنګ خبره ده
د یار مینه می غیرت دی ای رقیبه دا زما او ستا د جنګ خبره ده...
16.01.2009
- محمدحنيف حيران
جانان دومره واقعيت و چې يو خيال د زنده ګي ود سوالګر ملنګ له خولې نه وتی فال د زنده ګي ويو نـــــــــظر يې زما ژوند و بل نـــــظر يې زما مړينهد وفا هـــــيله له ياره لکه ســـــــــــــــوال د زنده ګي وژوند مو هم له مرګه جوړ و مرګه ته مو هم په ياد وېدې له وينو ډک هيواد کې دا مو حال د زنده ګي وهلته هم مينې کېدلې خو بس مونږه ترې محروم وو څه د کلي پېغورونه څه جنجال د زنده ګي ووهره لار د پرمختګ مو وه تړلې په وهمونوخپل بېځاي...