راليږونکی :هلمند پردیس
د راليږونکي پته :helmandperdis@yahoo.com
نيټه : 15-01-2009
بس راځه چی له دی شره ځینی تیر شو
سپین او تور خو د یو رنګ خبره ده
له هر څه به درته تیر شم خو دا واوره
چی دا پښتو زما دی ننګ خبره ده
خوب وړو باندی هر څوک ملنډی وهی
دا استقلال خو د غورځنګ خبره ده
د یار مینه می غیرت دی ای رقیبه
دا زما او ستا د جنګ خبره ده
ستا د غم دی هیرولو چل می نه زده
دومره پوهیږم چی د بنګ خبره ده
هسی ګرځوۍ په طبیبانو باندی
د پردیس صرف دی غنمرنګ خبره ده
هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسه ښار
13.01.2009
- محمدحنيف حيران
تا ئې ملاتړ وكړو جانــــانه گني څه ســــــــــړى وبغير له تـــانه رقيـــــب چرته د پنــــــځه ســــــړى وچې د په ژوند اهميـــت رانكړ بيا څه پـــــكار دهوروسته له مرګه خو هر څوك وائې چې ښه سـړى وستا د عزت خيال ئې ســـاته له مرګي نه يـــــريدهداسې و نه وائې چې ستا مئين بې زړه ســـړى وپه ليونو كې د حساب كړ او د چم د ورك كــړودا يو خــو و چې د ژوندي او هم د مړه ســړى ود هجر اور ايره ،ايره كړ خو ئې اف وؤ نـــه وېستا مئين كلي كې لوى شوى و د غره ســړى...
16.01.2009
- محمدحنيف حيران
بختور تر بختـــــــورومه څوورځېکليوال د پيغمـــــبر ومه څو ورځې
زمازړه يو بې اغزيه سورګلاب ؤزه نه زخم نه خنجر ومه څوورځې
له کوثراوله زمزم ســـــره پخـــــلاومبس له تندې مرور ومه څــــــو ورځې په اذان د مدينـــې مې زړه روښـــــان ؤزه له ستـــورو نه هم بر ومه څو ورځې د دنيــــــا له پاچــــاهانوبــــې پروا وميو فقــــير او قلنـــــــدرومه څوورځې دخپل ژوندپه وچه...