تا ئې ملاتړ وكړو جانــــانه گني څه ســــــــــړى و
بغير له تـــانه رقيـــــب چرته د پنــــــځه ســــــړى و
چې د په ژوند اهميـــت رانكړ بيا څه پـــــكار ده
وروسته له مرګه خو هر څوك وائې چې ښه سـړى و
ستا د عزت خيال ئې ســـاته له مرګي نه يـــــريده
داسې و نه وائې چې ستا مئين بې زړه ســـړى و
په ليونو كې د حساب كړ او د چم د ورك كــړو
دا يو خــو و چې د ژوندي او هم د مړه ســړى و
د هجر اور ايره ،ايره كړ خو ئې اف وؤ نـــه وې
ستا مئين كلي كې لوى شوى و د غره ســړى و
ستا د غمونو ميلمانه ئې ډير په ميـــنه زغمـــل
ياد به لرې چې ستا درمان هم څه ميړه ســـړى و
13.01.2009
- محمدحنيف حيران
ستــا سترګــــــوکـــــه اداوې اونازونه رازلمي کړهزمـــا څیرې ګرېــــوان هم ډېرخیالونه رازلمي کړه
تا پور لـــــه پېغلتــــــــــوبه دی اخیستی دګلـــــونوماهـــــم ورتـــه په زړه کې هــــــــوسونه رازلمي کړه
قسمت به مې چې کوم کاڼی تنــدي ته وي لیکلیرقیب راته ګاونـــــــــډکې تهمتــــــونه رازلمي کړه
پېرونه اوتاریـــــخ وایې چې تا یې ای وطنـــــــــــه!پخپلــــــــه ړنګولــــــــوته...
15.01.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :هلمند پردیسد راليږونکي پته :helmandperdis@yahoo.comنيټه : 15-01-2009
بس راځه چی له دی شره ځینی تیر شو سپین او تور خو د یو رنګ خبره ده
له هر څه به درته تیر شم خو دا واوره چی دا پښتو زما دی ننګ خبره ده
خوب وړو باندی هر څوک ملنډی وهی دا استقلال خو د غورځنګ خبره ده
د یار مینه می غیرت دی ای رقیبه دا زما او ستا د جنګ خبره ده...