ستــا سترګــــــوکـــــه اداوې اونازونه رازلمي کړه
زمـــا څیرې ګرېــــوان هم ډېرخیالونه رازلمي کړه
تا پور لـــــه پېغلتــــــــــوبه دی اخیستی دګلـــــونو
ماهـــــم ورتـــه په زړه کې هــــــــوسونه رازلمي کړه
قسمت به مې چې کوم کاڼی تنــدي ته وي لیکلی
رقیب راته ګاونـــــــــډکې تهمتــــــونه رازلمي کړه
پېرونه اوتاریـــــخ وایې چې تا یې ای وطنـــــــــــه!
پخپلــــــــه ړنګولــــــــوته لاســـــــــــونه رازلمي کړه
مـــاهــــم دژوند دُعــــــــا شاعر ته وکړله بختیـــاره
خـــــدمت ته دپښتـــــویې ډېر لفظونه رازلمي کړه
۲۰۰۹/۱/۳
09.01.2009
- محمدحنيف حيران
تا ئې ملاتړ وكړو جانــــانه گني څه ســــــــــړى وبغير له تـــانه رقيـــــب چرته د پنــــــځه ســــــړى وچې د په ژوند اهميـــت رانكړ بيا څه پـــــكار دهورسته له مرګه خو هر څوك وائې چې ښه سـړى وستا د عزت خيال ئې ســـاته له مرګي نه يـــــريدهداسې و نه وائې چې ستا مئين بې زړه ســـړى وپه ليونو كې د حساب كړ او د چم د ورك كــړودا يو خــو و چې د ژوندي او هم د مړه ســړى ود هجر اور ايره ،ايره كړ خو ئې اف وؤ نـــه وېستا مئين كلي كې لوى شوى و د غره ســړى...
13.01.2009
- محمدحنيف حيران
تا ئې ملاتړ وكړو جانــــانه گني څه ســــــــــړى وبغير له تـــانه رقيـــــب چرته د پنــــــځه ســــــړى وچې د په ژوند اهميـــت رانكړ بيا څه پـــــكار دهوروسته له مرګه خو هر څوك وائې چې ښه سـړى وستا د عزت خيال ئې ســـاته له مرګي نه يـــــريدهداسې و نه وائې چې ستا مئين بې زړه ســـړى وپه ليونو كې د حساب كړ او د چم د ورك كــړودا يو خــو و چې د ژوندي او هم د مړه ســړى ود هجر اور ايره ،ايره كړ خو ئې اف وؤ نـــه وېستا مئين كلي كې لوى شوى و د غره ســړى...