تا ئې ملاتړ وكړو جانــــانه گني څه ســــــــــړى و
بغير له تـــانه رقيـــــب چرته د پنــــــځه ســــــړى و
چې د په ژوند اهميـــت رانكړ بيا څه پـــــكار ده
ورسته له مرګه خو هر څوك وائې چې ښه سـړى و
ستا د عزت خيال ئې ســـاته له مرګي نه يـــــريده
داسې و نه وائې چې ستا مئين بې زړه ســـړى و
په ليونو كې د حساب كړ او د چم د ورك كــړو
دا يو خــو و چې د ژوندي او هم د مړه ســړى و
د هجر اور ايره ،ايره كړ خو ئې اف وؤ نـــه وې
ستا مئين كلي كې لوى شوى و د غره ســړى و
ستا د غمونو ميلمانه ئې ډير په ميـــنه زغمـــل
ياد به لرې چې ستا درمان هم څه ميړه ســـړى و
09.01.2009
- محمدحنيف حيران
دخټو کور نه دې جانانه مينه لويه مه شه دبهانو په جوړولــــــــو باندې پويه مه شه پر ګلابونو دې هميش وريږي سپينه پرخهخو دجانان پر اننګو مې اوښکه تويه مه شه ستا پښتنو باڼو نن ډير دي راته سپک کتلي خو راروان کاته دې نور داسې بدخويه مه شه يه دغربت اود لمبو پر دښـــــــته لويې پيغلې ستا دلونګو ونه چيرې بې خوشــــبويه مه شه دچاچې زوى دى نن راغلې په ما مور بوروي خاونده هغه مورکۍ هم چيرې بې زويه مه شه عبدالواسع تسل خوست...
13.01.2009
- محمدحنيف حيران
ستــا سترګــــــوکـــــه اداوې اونازونه رازلمي کړهزمـــا څیرې ګرېــــوان هم ډېرخیالونه رازلمي کړه
تا پور لـــــه پېغلتــــــــــوبه دی اخیستی دګلـــــونوماهـــــم ورتـــه په زړه کې هــــــــوسونه رازلمي کړه
قسمت به مې چې کوم کاڼی تنــدي ته وي لیکلیرقیب راته ګاونـــــــــډکې تهمتــــــونه رازلمي کړه
پېرونه اوتاریـــــخ وایې چې تا یې ای وطنـــــــــــه!پخپلــــــــه ړنګولــــــــوته...