دخټو کور نه دې جانانه مينه لويه مه شه
دبهانو په جوړولــــــــو باندې پويه مه شه
پر ګلابونو دې هميش وريږي سپينه پرخه
خو دجانان پر اننګو مې اوښکه تويه مه شه
ستا پښتنو باڼو نن ډير دي راته سپک کتلي
خو راروان کاته دې نور داسې بدخويه مه شه
يه دغربت اود لمبو پر دښـــــــته لويې پيغلې
ستا دلونګو ونه چيرې بې خوشــــبويه مه شه
دچاچې زوى دى نن راغلې په ما مور بوروي
خاونده هغه مورکۍ هم چيرې بې زويه مه شه
عبدالواسع تسل خوست