چې په نصيب شوله د اسمانه شوله
لکه زمونږ روزي چې ګرانه شوله
چې بې جنونه بې جانانه شوله
دنيا خو دغه وه چې ورانه شوله
لاره وه، ستوري وو، اسمان و، شپه وه
خبره پاتې د کاروانه شوله
تنکي تنکي زخمونه وټوکيده
د انتظار صحرا ودانه شوله
عقله په تا چې مې باور کړی دی
هغه سودا مې د تاوانه شوله
ستا په خورو زلفو کې (خو) لټوي
آيينه ماته که حيرانه شوله
ما يې په سترګو کې تصوير جوړاو
هسې شکي شوه بدګومانه شوله
چې مينه خواره شوه که خوارشو زړونه
د غم سودا څنګه ارزانه شوله
وريځو رنګ واړولو، پوهه شومه
په ميخانه څوک مهربانه شوله
د رقيبانو جوړه کړې دنيا
په اسويلي د مين ورانه شوله
ستا د بڼو د بڼه ونه وته
سودا که هر څو پريشانه شوله
د درديدلي زړونو خدای اسره شه
دنيا که ډېره بدګومانه شوله
د پرهرونو د ګلونو خندا
د ګورو زلفو له بارانه شوله.