غزل: عمردراز مروت
هغه بخيــــــــــل راڅخـــــــه بيا دی مرور دغــــسې
دغه زما او ستا تر منځ تقسيم چې چا کړی دی
زه چې کمزوری يم لا اوس تر زورور دغــــــــسې
فطرت د حسن دې د لمـــــــــر نه ذره نـــــه دی بدل
ته ســــوزول کـــــوې د لرې نه او لـــــمر دغســــــې
ته به زما په سپين پوشۍ باندې ضرور شکمن يې
ولې چـــې زه هـــــم دوکه کېــــږمه اکثــــر دغـــــسې
د تريــــخ ضــــمير د حــــق ويـــــلو باوجود تر اوسه
شکر ده خدايه چې راپــــورې دی لا ســـــر دغسې
خدايزده چې دا به زما کومه مجبوري وي داسې
د سر قاتل چې لا تر اوس ساتم په سر دغـــــــسې
زه هم بدل عــــمردراز مـــــروته نــــــه کړمه وخــــت
د يار د سترګو لکه و، شته يې اثـــــر دغـــــــــسې.