راليږونکی :عزیزالرحمان نیازی
د راليږونکي پته :azizurahman_niazai@hotmail.com
نيټه : 27-12-2008
زه اوته
زه دې زړه کې وجود غواړم
تا یم سترګو کې ساتلی
زه دې روح کې ننوزم
تا یم غیږه کې نیولی
»»»
زه له ستورو مرور یم
تا امېل ترینه جوړ کړی
زه په شپو باندې مین یم
تا په لاس کې لمر نیولی
»»»
تا د لمر په تیره توره
د تیارو سينه څیرلې
زه قاتل د رڼاګانو
تا سحر ته ساه ورکړې
»»»
زمونږ منځ کې فاصله ده
زمونږ منځ کې زمانه ده
ته ترې مخکې زه ترې شاته
دا ناشونې یارانه ده
نېټه: ۱۳۸۷/ ۹/ ۳ د جلال آباد ښار
24.12.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :PAKTIANAYد راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.comنيټه : 23-12-2008
غزل: حميده پکتيانۍاوس چې دې نوم واخلمه سندرې رانه هېرې شــــيتاته مې ساتلې وي خـــبرې رانــــه هېــــــرې شـــــــــياوس يو ستا يادونه دي چې تار يې مرغلــــــين دینور خو چې رايادې کړم ملګرې رانه هېرې شــــــــيپام چې مې دا ستا د شوخ نظر په کږلېچونو شـــــيکېږدم د بڼو وسلې سنـــــګرې رانه هېـــــرې شـــــــــيغوښې د اولاد يې د توپونو...
28.12.2008
- محمدحنيف حيران
په ياد کې دې سندره او ټپه راسره ژاړيبلا ستوري راکوز شي ټوله شپه راسره ژاړيچې کله دې ياغي،باغي انځور پر کاغذ کاږمجونګړه غريو نيولي وي ډيوه راسره ژاړيپه دې سوي ځوانۍ راسره ډيرو اوښکې توی کړېحيران يم چې جانان مې ولې نه راسره ژاړيملګرو انسانيت او حيوانيت دې بريد ته راغللشپانه له پاڼ ګوذار کړمه ليوه راسره ژاړيبهار وم دحالاتو خزان پاڼې،پاڼې توی کړمداځکه دسندرو پرښته راسره ژاړيساجد بهار خوست...