راليږونکی :PAKTIANAY
د راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.com
نيټه : 23-12-2008


غزل: حميده پکتيانۍ
اوس چې دې نوم واخلمه سندرې رانه هېرې شــــي
تاته مې ساتلې وي خـــبرې رانــــه هېــــــرې شـــــــــي
اوس يو ستا يادونه دي چې تار يې مرغلــــــين دی
نور خو چې رايادې کړم ملګرې رانه هېرې شــــــــي
پام چې مې دا ستا د شوخ نظر په کږلېچونو شـــــي
کېږدم د بڼو وسلې سنـــــګرې رانه هېـــــرې شـــــــــي
غوښې د اولاد يې د توپونو خولو کې پاتې شـــوې
څنګه به سرتورې مهــــاجرې رانــــه هــــېرې شـــــــــي
خاورې د همــــزولو په يـــــادونــــــــو بانــــــــدې واړوم
ستا په ياد همزولې او ګــــودرې رانـــــه هېـــــــــرې شي
مونږ ترې تابوتونه دوی ترې ښکلې ماڼۍ جوړې کړي
څنګه د پکتيا د غرو نښـــــترې رانــــه هېـــــرې شــــــي؟
نه ځم ورپـــسې اوس پکتــــيانۍ غـــــرونـــــو رغونو ته
ســـترګې د يـــار ګـــورمه ګورګــورې رانـــه هېرې شـــي