ګرځنده تیلیفون اودکورنۍ دشېرازۍ پاشل
منبع : پيمان ورځپاڼه
ژباړه : ملالۍ هلالي

په ټولی نړۍ کي داړیکودساتلولپاره ځیني وسایل کارول کیږي ترڅوټولنیزي دندي په آسانه توګه ترسره شي . خوسره له دې چي د اوه کالونوراپه دې خوا ه دګرځنده ټیلیفونونوکارول په افغانستان کي دود سوي دي ، ځیني کسان لا تراوسه ددې آلې دکارولو فرهنګ نه لري .
اودبلي خواه د زده کړي دسطحي دکښته والي له کبله دګرځنده تیلیفونو کارونه په ځیني کورنيوکي دډېروغټوستونځولامل ګرځیدلي دي. دیوې دولتي کارکونکي له خولي :
هره ورځ زماوخاوند ته بې شماره زنګونه راتلل اوزه احساسوم چي وړاندي لوري یې یوه ښځه ده چي خبري کوي . اوهغه وایي کله چي خپل دخاوند نه پوښتنه کوي نوډیرپه قهراوغوسه شي .
نظیفه چي یوه اتلس کلنه نجلۍ ده اوپه صحت رواني رغتون کي په کابل کي بستره ده داسي وایي :
دوه کاله مخکي زه په اوم ټولګي کي وم اویوه ورځ مي چي خپل دښوونځي درسونونه دځان سره تکرارول چي دکورټیلیفون ته زنګ راغی،په دې مهال کي می پلارویده وو اوما د ټیلیفون ګوشي پورته کړه اودیوه هلک خبري مي ترغوږ سوې چي راته ویل يې چي ستاسره مینه لرم . همدارنګه دي اضافه کړه چي پس له هغه ورځي نه دي هلک هرمهال زنګ وواهه اومزاحمت یې کاوه ،خوکله چي دکورنارینوو ګوشي اخیستله نوهغه به خبري نه کولې اوکله چي به ماخپله ګوشي اخیستله نوخبري به یې کولې . نظیفه زیاتوي : چي دغه وخت اوبې وخته زنګونو زماکورنۍ پرماباندي شکمنه کړه اودوی فکرکاوه چي ګواه زه ددې هلک سره اړیکه لرم. څکه یې لومړۍ زه دښوونځي نه وګرځولم اوپس له هغه نه يې زما کوژده دیوه هلک سره چي زموږدخپلوانووو وکړه. هغه وایي : زما نامزاد زما دغوښتنو دمیعارسره سم انسان نه دی اوهغه په هیڅ ډول نشي کولاي چي ماپه ژوند کي خوشاله کړي . خودحیرانتیا خبره دا ده چي کله چي ډاکټرانو نظیفه د رغتون څخه رخصتوله ځکه چي هغه نسبتآ روغه شوې وه خوهغې ژړل او په هیڅ ډول یې نه غوښتل چي بیرته کورته ستنه شي .
شکیلا افضل یاردښځودچارود وزات معاونه وايي :
په روان کال کي ۴۰ دطلاق قضيي چي دنارینوو دصلاحیت نه او ۲۰ قضيي بیا د ښځو لخواه دطلاق غوښتني سوی دي په دغه وزارت کي ثبت شوی دي . چي ځیني یی دکورنۍ لاس وهني اوځیني یي هم د خاوند اومیرمني ترمنځ دشک اوبدګماني سبب دي. افضل یارزیاتوي : خوترټولوبدترینه قضیه چي پایله یي طلاق وو،دا وه چي میرمني وویل چي یوه ورځ دښوونځي د اداری نه کوم چي هغه پکي دنده درلوده زنګ راغلي اوموضوع د هغي اودآمر ترمنځ یوازيي دکارپه هکله وه خوهرڅه هم چي دغه میرمن دڅلوروکوچینیانوخاونده هم وه ولي بیاهم خپل دخاوند دشک اوبدګماني سبب شوه اوخپل دخاوند څخه جلا سوه . دښځود چارودوزارت معاونه زیاتوی چي : زیاتره قضيي دشک اوبدګماني نه پیل بیا وکورني جګړي اوبیا پایله یی وطلاق اوحتی د وژني سبب هم ګرځي .
رحیمه رضايي دکابل دکورني محکمی معاونه هم همدارنګ وايي :
په ډیروبرخوکي نارنیه دا ادعا لري چي سره له دي چي ښځه یي دکورمیرمن ده خوبیاهم بي دهغه د خوښي نه ټیلیفون دځان سره ساتي اویاهم نه پوهیږي چي هغي ټیلیفون له کومه کړي اوچاورته رانیولي دي . میرمن رضایي زیاتوي چي :
متاسفانه یوه همداسي پیښه دطلاق سبب وګرځیده،ځکه خاوند دا ادعا درلوده چي له دوه کاله راپه دیخواه یي خپله میرمن څارله چي هغه دشپي ناوخته دخپل ځایه پاڅیدل اوپه پټه به یی دنامعلومه کس سره خبري کولي اوکله چي دوي سره جلاکیدل دڅلوروکوچینیانوخاوندان وه . دمیرمن رضایي په نظرکله چي یوه میرمن په کورکي وي اوپه ټولنیزودندونه مصروفه نه وي نولازمه نه ده چي ټیلیفون دلرلوټینګاروکړی اوپه دي شان خپل دکورني شیرازه له مینځه یوسي . اومتاسفانه شک اوبدګماني یوازني بدترینه شي دي چي دیوي کورنۍ دورانیدو سبب ګرځي په خاص ډول سره کله چي دیوی میرمني اودهغي دخاوند ترمنځ پیداکیږی .
انارکلی هنریاردښځودحقوقودچارومعاونه دحقوق بشرکمیسیون کي هم همدارنګه وايي :
که موږټولي ثبت سوي قضیي دلته په دریوبرخووویشو نویوه برخه یي بدګماني جوړوي ، اوله هغه لیدنوچي موږ يي درغتونونوڅخه لروپه تیره بیا دصحت روانی له دغتون نه ، زیاتره برخه يي داسی میرمنی دي چي سنونه یي تر۱۸ اویاهم کم اوځینی یی هم تر۱۸ کاله لوړ دي اوپه رواني ستونځواخته دي . چي اصلی لاملونه یی بدګماني اوکورني شخړي اوستونځي دي . انارکلی زیاتوی چي د ۲۰۰۸ کال په ۹ میاشتوکي ۲۰۰۸۱ تنه ښځوهلته مراجعه کړي ده چي زیاتره برخه یی بدګماني جوړوي اوهمدارنګه ځان سوځنی دي چي یوه ددغه پیښودیوی ځواني نجلی ځان وژنه وه چي څه موده مخکي پیښه سوه.
داپه داسي حال کی دچي د کابل دولایت دکورني محکمي دطلاق پیښی ۹۷ اودښځودچارووزارت بیا ۶۰ قضیي عنوان کړی چي ۴۰ پیښي دطلاق دنارینه لخواه او۲۰ قضیی دښځولخواه دطلاق غوښتنه ده . په روان کال راپورورکړل شوی دي . اودغه دری مرجعی (دبشرحقوق ، دښځووزارت اودکابل کورني محکمه ) واي چي ځیني دطلاق پیښي دکورني لاسوهني له امله اودښځواونارینوو دحقوقو نه پیژندل ، ښځوته په ټولنیزودندوکي اجازه نه ورکول ،د ماشومانوداړتیا وړ چاپیریال نه جوړول اوددوی دغوښتنو نه پوره کول چي ځیني یې یاد اقتصادي ستونځوله کبله نه پوره کیږي اوځیني یې هم په دي خاطرچي دموراوپلارترمنځ تل شخړي اوبدګماني وي نه پوره کیږي . اوموراوپلارسره جلاکیږی . اوداپه داسي حال کي چي نن ورځ ډیرکسان شته چي دټیلیفون په واسطه خلګوته ازارورکوي .اوله بلی خوا داسي ډیرلیدل سوي دي چي ځیني مخابراتي شرکتونه خپل سیم کارتونه په غیرقانوني ډول سره پلوري چي نه ثبت اوراجسترشوي اونه هم دپلورلومشخصه ځای لري .