ځکه مې هندارې د روح تتې شوې
سولې ستا ټپې رانه تربتې شوې
کريغې مو له ستونو راويستی نشو
تاو رانه بلا دماشـــــــــو ګوتې شوې
ژوند مو دمظلومې هوسۍ بيلګه د ه
هر څو که پيړۍ رانه رخصتې شوې
ناستې مو پر زړو دوير خپسې دي
ا وښکې مو په وينو لتې پتې شوې
ته چې دنړۍ دتندي ګونځه شوې
څومره ميندې بورې او بې پتې شوې
ساجد بهار خوست