ورانوي مې د زړه کور دلتـــــه رادرومي
غم دې اوس په پوره زور دلته رادرومي
ستا په څېر دی ،تنها نه راځي جانــــانه
بدرګه يې شي پېغور دلته رادرومـــــي
سور دوزخ مو د جنت وطن نه جوړ شو
د پردو بارودو اور دلته رادرومـــــــــــي
ننګيالي مو لا پراته دي په سنګر کـــې
د تکبير د چغو شور دلته رادرومـــــــــي
په ځان پوی دی مخامخ د ټينګې نه دی
الوتکه باندې سپور دلته رادرومــــــــــي
چې دښمن مې پوی پخپله ناکامۍ شي
نو په شان د سکه ورور دلته رادرومي
هر فرعون دلته شرفه ځان ازمايـــــــــــــي
مونږ يې وپرزوو نور دلته رادرومـــــــي.