سترګې پټې کړم، تا وينم چې تيـــــــــــــاره شي
سپوږمۍ ورکه شي او ستوري ټول ړانده شي
څاڅکی وينه دې هم غم ته زړه کې نشــــــــــــته
تر سبا پورې مې وچ زړه کې راشـــــــنه شــــــي
لويه خدايه ته يې شرک حســــاب نـــــــــه کړې
کله کله په لمانځه کې راپــــــــــه زړه شـــــــــــي
تر قيامتــــــــه به هم داســــــــې کله وشــــــــــــي!
چې راټول پــــه يو ټغر ټـــــول پښتــــــانه شي؟
سلايي دې ستــــــا پر پونـــــــدو بانــــدې مږو
ستا د پله خاورې دې ګرد سره رانــــــجه شي
زه په زړه او خيال کې شپه او ورځ يار ساتم
دا خو نه چې عبادت خالي په خوله شــــــــــي
که په مرګ وي نو په مړو کې روی* نشــــــته
په ژونديو کې ډېر کم وي چې درانه شـــــــــي
د هغوی د مينې ډېر عمـــــــــــرونه کـــــــم وي
چې ياران وي په يارۍ کې ســــره غــــله شي
دا انداز يې د ليــــــدو وړ وي حيــــــــــرانـــــــــــــــه
چې غوسه شي، څه ښېسته شي څومره ښه شي.
*روی: بد، بېکاره
19.11.2008
- محمدحنيف حيران
ورانوي مې د زړه کور دلتـــــه رادروميغم دې اوس په پوره زور دلته رادروميستا په څېر دی ،تنها نه راځي جانــــانهبدرګه يې شي پېغور دلته رادرومـــــيسور دوزخ مو د جنت وطن نه جوړ شود پردو بارودو اور دلته رادرومـــــــــــيننګيالي مو لا پراته دي په سنګر کـــېد تکبير د چغو شور دلته رادرومـــــــــيپه ځان پوی دی مخامخ د ټينګې نه دیالوتکه باندې سپور دلته رادرومــــــــــيچې دښمن مې پوی پخپله ناکامۍ شينو په شان د سکه ورور دلته رادروميهر فرعون...
25.11.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :جمیل آخندزادهد راليږونکي پته :sail_79@hotmail.comنيټه : 25-11-2008دې پکتیا په ډاک کښې دې ویب پاڼې قدرمنو مسیرانو سلامونه او نیکې هیلې مې اومنۍ.خوشحاله یم سې دې پکتیا ویب پاڼه وینم خدای تعالی دې نور توفیق هم درکي سې دغسې د وطن، قام او زبې خذمت وکړۍ. په آخیر کښې یو نظم در لیږم هیله لرم سې راته نشر به ئې کړۍ. په راتلونکي کښې به بیا انشأءالله نورې خپلې لیکنې هم درو لیږم.مننه...