راليږونکی :محمد وزیر روان
د راليږونکي پته :jahani_habibi@yahoo.com
نيټه : 15-11-2008
تېره شپه خوب کې یو څوک
راته په ځوانه څېره
وسرته ودریږی
راڅخه هیله وکړی
چی څه له ځایه پاڅم
دڅو کیسو په موخه
قلم یی لاس کی وی نیولی
ډیر غښتلی ښکاری
راته په ژبه د پښتو غږیږی
دڅووتلو لیکوالانو ژبه
زه ورنه وپوښتمه
چی پدی ژبه خودی نه پوهیږم؟
اولا داځوان عقل می نه پوهوی
د دومره سترو ژبغړاندو ژبه
راڅخه وپوښتی ماشوم خونه یی؟
چی پدی ښکلی ژبه نه پوهیږی؟
ماشوم خو لوبی کوی
نور په څه نه پوهیږی
خوزه ماشوم سره توپیر نه لرم
دا به منم چی زه لوی شوی یمه
ځکه کلونه تیردی
اوس لوبی نه کومه
خولا دا توان په مټ کی نلرو مونږ
څوداسی ستر لفظونه وپوهو
+
جانانه ته چی کومه ژبه وایی
یاله نیکونونه درپاتې یا زموږه نده
دلته ماشوم په (موخه) نه پوهیږی
نه یی هم فکر کې څه(آند) ټوکلی
مونږ ښونځی ته لامکتب خطاب کړو
پوهنتون نه پیژنو خدایزده څه دی
مامې لامخکی دا له نیا زده کړی
چی دی اوه ورځوته هفته به وایم
هره یوه یی یک او چند شنبه ده
اونی چی ته وایی زه نه پوهیږم
یاره قسم خورمه چی اوس یی اورم
چی څوک معلم ته هم ښونکی وایی
یاڅوک استاذ شاګرد ته داسی وایی
یو جمع یو برابر دو جوړیږی
یا دا دکلی پر منبر امام مو
خلکو ته غږ کړی دلمانځه لپاره
اوس که خدای کوله لمونځ به وایو
+
داکلی هغه، داسپیری کوڅی دی
هغه زمونږ دنیکه ګانو غولی
هغه مسجد هغه منبر پاتی دی
هغه دکلی شناختی اوس هم شته دی
هغه واړه هم هغه سپیره ماشومان
هغه دکلی لمر وهلی بزګر
اوس لا هم بارباری کوڅوته وځی
اوس هم یوبل ورته اشنا ښکاریږی
هغوی همغه څیری ګلاربی لری
هغه شکیدلی غاړی اوس هم شته دی
دلته څوک لوړ اوبل تری ښکته نشته
یوبرابر ټوله جونګړی لری
+
خو حقیقت جانانه لوړه کوم
چی ته زمونږه غوندی نه ښکاریږی
ستا نه شکیدلی ګلاربی شته نه دی څپلی شکیدلی
نه دی په شونډو مخ ګردونه شکاری
نه هم زمونږمسجد منبر پیژنی
هغه ښونځی چی ته یی نوم پیژنی
ته ورته نوم دزده کړی سیمه وایی
تاته یی نور تاته یی پیغام درکړی
تاته یی ژبه دهوښیارو درکړه
تاته یی (موخه) تاته یی (آند ) درزده کړل
یاره قسم خورم چی زه یی نه پیژنم
+
دلته خو مونږ چیرته دخوړ په خوا کی
یوڅو خرابی کنډوالی پیژنو
دیوڅو سرو لمبو سیځلی دېره
چی اوس دکلی ماشومان مو پکی
یو وخت ناوخت ماشومی لوبی کوی
دلته څه سیمه دپیغام خو نشته
نه هم څوک چاته معرفت زده کوی
موږ ها ودانه سیمه نه پیزنو
چی ته یی بارباری نمونه اخلی
یاره چورلت خوراته داسی ښکاری
چی ته زمونږ له همدی کلی نه یی
ځکه په ژبه دی مونږ نه پوهیږو
کالی دی څیری تر ګریوانه نه دی
او نه هم چیرته موږ په دی نامه ښونځی لیدلی
محمد وزیر روان
پونا مهاراشترا، هندستان
خو ګيله مي په خاصه توګه د ښاغلې ايمل پسرلې صاحب څخه ده