کسو کې مې شوي ګلان وګوره
پورته شه شين رنګى اسمان وګوره
ډير په دې هيندارو باور مه کوه
راشه زما سترګو کې ځان وګوره

زه به دې مارينې سترګې وستايم
ستا ولاړه ونه به روانه کړم
ته چې په زرکين قدم روانه شې
ځان ته به دې خدايږو چې حيرانه کړم
څاڅکي څاڅکي حسن به دې ونغاړم
يوځل خو مې ستوى جهان وګوره
ډير په دې هيندارو باور مه کوه
راشه زما سترګو کې ځان وګوره

ژوند ته به دې داسې رنګ ورواغوندم
هاغه ښکلاګانې به پښې توري کړي
ستاد تورو سترګو لاندينۍ سرخي
ځوان ځوان اننګي به دې سروزوري کړي
ستا ليمو کې سل صحيفې ځي راځي
زما ليموکې خپله ايمان وګوره
ډير په دې هيندارو باور مه کوه
راشه زما سترګو کې ځان وګوره

څنګ کې به دې ډير سپوږمۍ سترې شي
ستوري به پرې دنګه رڼه وبايلي
هره اينه به دې دوښمنه شي
مخ به دې د غرونه ښکلا وبايلي
تاته به درياده ورکه مينه کړي
دادژوند سړى مې روان وګوره
ډير په دې هيندارو باور مه کوه
راشه زما سترګو کې ځان وګوره

 

زر شه شفق لويږي ستا دزړه له غره
غبرګې ډيوې پټې کړه ما وغوړه
دواړه ليمې ډکې کړه ما وغوړه
سترګې لپې لپې کړه ما وغوړه
ماته چې هينداره شي ځان نه نيسي
مخ ته دې شيندلى انسان وګوره
ډير په دې هيندارو باور مه کوه
راشه زما سترګو کې ځان وګوره
نورګل شفق