ستا د مخ غزل شوم او ستا شعر شوم تا نه هير شومـــــــه
هسې دې د زړه پر کلي تير شــــوم تـــــــا نه هيــــــر شومه
ما خو دې يـــــــادونه ياره هــــــر حــــالت کــــــې وپـــــــالل
خو زه چې د وختو غبار کې ګېر شـــوم تــا نه هيـر شــومه
ژوند مـــې د پروتـــــې په شــــان ســــتا قامت ته وقف کړ
ګر چاپـــــير له تا نه راچاپـــير شــــــــوم تـــــا نه هير شومه
لږ چې دې يادونو کې ډوب شــــــوى وم در يــــــــــاد ومه
ډوب چې دې يادو کې ځومره ډير شوم تا نه هـير شومه
جان دې وم جانـان دې انديښـــــمن دې وم مـــين دې وم
ستا په ليونيو کې چــــــــې شمــــېر شوم تا نه هير شومه

03.11.2008
- محمدحنيف حيران
ماحول سپيره ،سپيره وي ژوند بې رنـګه وي جانـانـهچې ته نه وې په ما خـو دنـيا ړنـــګـه وي جانـانــــــــــــــه موضوع چې د نفرت وي له هر چا ډيرې كيســې كـړېد مينې په كيسو كې دې خـوله ګونــګه وي جانـانـــــه بيګا مې خوب ليدلى كه يې خداى چـيرته رښتـيا كړيچې خلاصه دا نـړۍ نـوره له جنـګـه وي جانـانــــــــــــــــــهدا ته چې راته وايې چې نـور مـــــــــه راځـه تـــــــر كـلـينـو وايـه بـې لتـا ګـزاره څنــګـه وي جانـانـــــــــــــــــــــــــهدا زه او ته...
11.11.2008
- محمدحنيف حيران
ښاغلي اباسين ورور دا لاندې شعرونه رالېږلي دي، دا چې يو څه د قافيې او املا تېروتنې لري، موږ يې هم کټ مټ ورته خپروو.
راليږونکی :abaseenد راليږونکي پته :abaseen_selab@yahoo.comنيټه : 11-11-2008اوباسم توبي په توبوستړي شمبياچي مخامخ شم غلي غلي شم
ستادمحبت نه چي انكاركړمهڅوورځوكي ياره دګورمړي شم
زړه مي صبرنه كوي ديدن غواړيخدايږو په زاره خوورته ستړي شم
ته رانه جداشوي زه يواځوي شوماوس دي تصويرونوته ژړلي شم...