ماحول سپيره ،سپيره وي ژوند بې رنـګه وي جانـانـه
چې ته نه وې په ما خـو دنـيا ړنـــګـه وي جانـانــــــــــــــه
موضوع چې د نفرت وي له هر چا ډيرې كيســې كـړې
د مينې په كيسو كې دې خـوله ګونــګه وي جانـانـــــه
بيګا مې خوب ليدلى كه يې خداى چـيرته رښتـيا كړي
چې خلاصه دا نـړۍ نـوره له جنـګـه وي جانـانــــــــــــــــــه
دا ته چې راته وايې چې نـور مـــــــــه راځـه تـــــــر كـلـي
نـو وايـه بـې لتـا ګـزاره څنــګـه وي جانـانـــــــــــــــــــــــــه
دا زه او ته چې ياره سـره تش كيـسې ترخــــــــــــې كـړو
نو بيا خـو رقيبـانو تـه غـوا لنـــــــګـه وي جانـانــــــــــــه
نو ګرانه هغه زړونه به پـه ګـرانه پــــــــيونـد اخـلـــــــي
لويـدلي چـې د مينـــــــې لـه كړنـګـه وي جـانـانــــــــــــه

ظاهر د درمان مه ګوره بـاطـن تـه يـې نــــــــــــــظـر كـا
منـمه چې څيـره بـه يـې بدرنـګـه وي جـانـانـــــــــــــــــه