آمين همدرد د شعر ويلو پر مهال

 

 

د  تېرې په څېر دا ځل هم د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون محصلينو ( افغان اتحاديې) د سياحت تابيه کړې وه؛ خو دا ځل يې دوه لاسته راوړنې درلودې، له دې نه هر څوک خبر و، چې په نوموړي پوهنتون کې له پښتو پرته د ټولو ژبو کتابتونونه وو؛ خو له بده مرغه چې پښتو ترې مستثنی وه، دا ځل افغان اتحاديې دا وياړ تر لاسه کړ، چې د پښتو کتابتون بنسټ يې کېښود، بل لوري ته يې نوو محصلينو ته د خپل منځي پېژندګلوي په خاطر د سېل زمينه برابره کړه، چې زه او زما يو څو ملګري هم  د دوی په بلنه ګډون پکې کړی و،  په زړه پورې دا وه، چې تر يو سل اويا کسانو پورې محصلينو شرکت پکې کړی و او دا ټول افغانان وو. د دې ټولو په ملګرو په ګډون مري، نتياګلي او ايوبيه ته لاړو،  تاسو ته غوره مالومه ده، چې دا سيمې ډېرې په لوړې کې پرتې دي او د دې ځای غرونه ټول په نښترو، لمنځو او چارمغزو پوښل شوي دي. رښتيا چې خدای پاک پرې بلا فطري ښکلا لورولې ده. پخوا به خلک سوات ته ډېر تلل هر کال به چې د اوړی راباندې شو؛ نو د ګرمو سيمو خلک به يا نيمايي هلته کډه شول يابه خلک د سېل او سياحت لپاره هلته دوه درې شپو ته تلل.خو سږ کال ځکه نه وو تلي چې هلته جنګونه وو. وامې ورېدل، چې ډېر کم خلک په ژمي کې دلته د اوسېدو لپاره پاتې کيږي، نور چې څومره کورونه جوړ کړای شوي دي يا هوټلونه دي، دا ټول د اوړي لپاره جوړ کړای شوي دي، په ژمي کې کم خلک دلته پاتې وي نور کورونه او هوټلونه خالي پاتې وي؛ ځکه چې هلته دا فغانستان د ډېرو ولايتو په څېر واورې وريږي.
            راځو د خپل سياحت کيسې ته، سحر چې له اسلام اباد نه روان شوو غرمه مهال ايوبيه ته ورسيدو. هلته مو د يو هوټل مخې ته ګاډي ودرول او د غره نيمايي ته چې د ځنګل په منځ کې يو ميدان و، تر نږدې يو ساعت مزل هلته ورسيدو، لومړی د خپل منځي پيژندګلوي پروګرام و، ورپسې ډوډۍ تياره وه، له هغې وروسته د مشاعره پروګرام نيول شوی و. عجيت منظر و، په هغه ځنګل کې چې يوازې اسمان ترې ښکارېده او ګېر چاپېره دنګ دنګ نښترې وې که رښتيا راباندې وايې دا نه مالومېده، چې د غره په منځ کې يو په سر کې يو او که بيخ ته يې رسيدلي يو؛ خو د فطرت د ښکلاګانو په چکر کې ورک و، مشاعره د ماسپښين له لمانځه نه وروسته پيل شوه، شاعران کم و؛ خو مشاعره ډېره په زړه پورې وه. لطف الله خيرخوا د نظامت چارې پر مخ بوولې، په مشرانو مېلمنو کې فياض اپرېدی، عبدالمتين سروري، شهاب الدين شهاب ، لطيف الله صادق او زه وم د پوهنتون ځينې نور محصلينو لکه قاري محمد فضل، آمين همدرد او فضل کريم شرف خپل خپل شعرونه مينه والو ته ولوستل.  مشاعره مازديګر پای ته ورسېده؛ خو دا چې بېرته د غره سر ته ختل و او نږدې يو ساعت لاره وه، ټول يې سخت ستړي کړي وو. ماښام مهال له هغه ځايه راروان شوو د شپې نهه بجې اسلام اباد ته راورسېدو، په سبا مو له ځينې ملګرو سره د شاه فيصل مسجد او دامن کوه چې په زړه پورې سېمې هم وليدې. ځينې عکسونه مو پکې واخيستل ، هيله ده چې تاسې به هم خوندترې واخلئ.
حيران، لطيف صادق او قاري محمدفضل په اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون کې

 

په ايوبيه کې محصلين د غرمې د ډوډۍ بندوبست کوي

 

شاه فيصل مسجد

لطف الله خيرخوا، فياض اپريدی، عبدالمتين سروري، حنيف حيران او لطيف صادق په مشاعر کې

 

 د مشاعرې مېلمانه شاعران

 

د ګډونوالو يوه څنډه

 

د پښتو ډرامې ليکوال نذرمحمد او ملګري يې چې په ايوبيه کې مو ورسره وليدل او هلته يې ډرامه جوړوله.

 

اسلام اباد پوهنتون

 

 د جنرال ضياء الحق قبر