مصريزې: محمدحنيف حيران
شېبې د مرګ دې نه وي لنډې
وهم دې شپې او ورځې منډې
وهي دې خلک په ما ملنــــډې
خدای دې زما که غونډې منډې
په سر به پنډې چلوم تابه ساتمــــــــــــــــــــــــــــه

اخ څومره بد يم څومره ښـــــه يم
ستا د پښو خاورې يم رانجه يم
په زړه سوری دې بېلتانه يـــــــم
کله به يم کله بـــــــه نـــــه يـــــــــــم
زما ياري په ړنګه مه شمېره مېېـــــــــــــــــــــــنه

مرور ياره راپخلا شـــــــــــه
لږ مې زخمي زړه ته دوا شه
د هجر شپو ته لږ رڼا شــــــــه
يو ځلې بيا په دې لار راشه
په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونـــــــــــــــه

پاتې زما تر دې ښېرې شــــــــې
وروسته تر دې اېرې اېرې شې
نه د حُجرې نه د دېرې شـــــــــې
چيلمه مات ټوټې ټوټې شـــــې
مين په ما دی غم په تا غلــــطوينــــــــــــــــــــــــه

ها چې زما پرې اعتبـــــــــــــار دی
اوس درته وايم څوک مې يار دی
څوک وفادار څوک جـــفا کار دی
غم دې له تانه وفــــــــــــــــادار دی
ته کله کله غم دې تل راســــــــره وينـــــــــــــــــــــــه.