ښاغلي اباسين ورور دا لاندې شعرونه رالېږلي دي، دا چې يو څه د قافيې او املا تېروتنې لري، موږ يې هم کټ مټ ورته خپروو.
راليږونکی :abaseen
د راليږونکي پته :abaseen_selab@yahoo.com
نيټه : 11-11-2008
اوباسم توبي په توبوستړي شم
بياچي مخامخ شم غلي غلي شم
ستادمحبت نه چي انكاركړمه
څوورځوكي ياره دګورمړي شم
زړه مي صبرنه كوي ديدن غواړي
خدايږو په زاره خوورته ستړي شم
ته رانه جداشوي زه يواځوي شوم
اوس دي تصويرونوته ژړلي شم
اوګوره سيلاب په ميخانه كي نن
زم په لاره زمه زنګيدلي شم
خړكلي
دخاپوړوهغه خړكلي ته راشه 
رازه راشه هغه خپل كلي ته راشه 
دغره سرپه سپينوواورو باندي پټ شو 
بدل شوي لګ بدل كلي ته راشه
مسافره ياره لاري مي سينګاركړي
چي رازي نوپه كابل كلي ته راشه 
ديورپ ښارونه پريږده ليونيه 
ليونيه ددلبركلي ته راشه 
دسيلاب كلي خوخړپښتونستان دي
ټول غزل دي دغزل كلي ته راشه
0708221907 اباسين سيلاب 
E-mail.abaseen_selab@yahoo.com
غزل
چي ته لاړي زماڅوك دي دي وطن كي
ليونۍ ماهم راونغاړه كفن كي 
جنازه مي په دي خپلولاسويوسه 
چي ارمان مي پاتي نه شي ځنكدن كي 
ددي چم دپيغورونونه مي ورك كړه
چي مي مينه پټه خاوري شي په تن كي
انبارونه مي دخاوروپه سرجوړكړه
سيلاب خښ كړه ددي تورغره په لمن كي
۲
ستادشونډويومسكاوه خبرنه شوم
دادميني ابتداوه خبرنه شوم 
څه په نازنازدي كتل زماپه لوري 
دارواكه نارواوه خبرنه شوم 
عجيبه غوندي غوصه دي په ما اوكړه 
ستاپه خوله كي خوخنداوه خبرنه شوم 
ستاقاتل نظرمي لارپه زړه كړه جوړه 
څه محفل وڅه اداوه خبرنه شوم 
دسيلاب زړګي دي بياپه درزيدوكړ 
ستاپه ګوته كي چيلاوه خبرنه شوم 
 
 
						 
						