
ديدن د سر په بدله غواړي او سر هم ســــــاتي
ګټه مني خو د تاوان نه ځان اکثر هم ســــــاتي
هغه مغرور که ځان د سر د پاسه سر ګڼــــي څو
خو غر که جګ وي نو په سر رهګرز هم ســـاتي
زار شم د خوار د حوصلي په دې نفسي دور کې
اسلام پالي او پښتو هم، خو خپل ټبر هم ساتي
د دې سړي د پېغمبر په لباس مه تېر وځــــــــــــــــه
په خوله کې ژبه لکه قند ترخ کې خنجر هم ساتي
ما هم خوشال ساتي رقيب له ګوتو هم نه باســـي
لالی د امن هم قايل دی ولې شر هم ســــــــــــــاتي
دا د ځان قدر زياتوي عمر دراز مروتــــــــــــــــــــــه
دا چې انکار هم نکړي او ځان مرور هم ســــاتي.
04.09.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :حخهععغعغثفثصضد راليږونکي پته :asdfnvhfjyr@yahoo.comنيټه : 31-08-2008(ښکاري ) نظم
ښکاري ولې دې لیندې کې غشی تم کړ؟پټه سترګه دې هم ورو وغړولهلکه ته مې د ځوانۍ په تماشه شوېهو په دې ځنګله کې زه هاغه هوسۍ یمچې الله راته راکړی ډیر جمال دیښکاري ولې ؟ تا خو غشی واپس کیښوهم لینده دې کړه په غاړه کې ځوړندههو ، په دې ځنګه کې زه هاغه هوسۍ یمچې مې خیال د هر یو ستوري پوخ ملګریاو سپوږمۍ سره شریک مې هر یو تال د...
08.09.2008
- محمدحنيف حيران
دا ستا خيالونه د خپل خياله چې بې خيال مې نکړلاوس خو منې لاليه! څوک درسره ســــــــيال مې نکړلبې شرمو اوښکو کړل ښکاره ستا پردې دار غمونهافسوس په دا کوم په زړه کې چې سنبــال مې نکړلدا دې منم چې يو تر بله سره يو مې نکـــــــــــــــــــــړېخو دا منه چې يو تر بله په جنجال مې نـــــــــــــــکړلخير ده په دا دې دوزخي يم چې رښتيا مې وويــلخيرده که نشوم جنتي خو څوک حلال مې نـــــکړلډېر مې په سر وګرځول عمر دراز مروتـــــــــــــــــــــــهدا د غرض ياران قس...