راليږونکی :حخهععغعغثفثصض
د راليږونکي پته :asdfnvhfjyr@yahoo.com
نيټه : 31-08-2008
(ښکاري ) نظم

ښکاري ولې دې لیندې کې غشی تم کړ؟
پټه سترګه دې هم ورو وغړوله
لکه ته مې د ځوانۍ په تماشه شوې
هو په دې ځنګله کې زه هاغه هوسۍ یم
چې الله راته راکړی ډیر جمال دی
ښکاري ولې ؟ تا خو غشی واپس کیښو
هم لینده دې کړه په غاړه کې ځوړنده
هو ، په دې ځنګه کې زه هاغه هوسۍ یم
چې مې خیال د هر یو ستوري پوخ ملګری
او سپوږمۍ سره شریک مې هر یو تال دی
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
کله کله پیځلسي کې سپوږمۍ راشې
د ځنګله په هاغه ډنډ کې راته کیني
ته منې چې راته ټولې کیسې وکړې
څه نادودې مو راغلي دي وطن کې
دنګې پیغلې درنه بیایي تاسې ګورئ
لا د کوم یو رزالت په انتظار ېاست
چې مو ناوې ځي په کټ د جنازو کې
ښکاري ولې؟ تا خو سر داسې ځوړند کړ
لکه ته ددې ځنګله کوم بې زبان وې
زه منم دې په خدای څومره زړور ېې
چې مې ښکار پسې راغلی تر ځنګل ېې
خو ها خویندې ، او ها میندې چې دې بیایي
او د خدای هاغه کتاب ېې درته وسو
ها چې وران ېې درته کلې کې جومات کړ
له ملا ېې د ازان ژبه کړه غوڅه
او د کلي ټول سپین ګیري ېې بربنډ کړل
ته که نر وای نو همداسې په لینده کې
داسې سترګه ورته پټه غشی کش وای
یو کاپر باندې ادکه دې وای بوره
خو ښکاري دغه ځنګله ته چې ته راغلې
دلته اوس هم شیر باچا ګیدړ غلام دی
دې ځنګله ته له هر ځایه که سپی راشي
سپی ېې بولو او د سپی په رنګ ېې برخه
دلته هر بیزو بې واکه بې مقام دی
دا ځنګل خو ډیر بهتر دې له وطنه
ستا هیواد خو خینځیرانو په ولکه کې
یو پمن سپی ېې له ځان سره راوستی
او د ستاسو په ننګونو باچاهي کړي
تاسې ها زمری شړلی
چې د قاف لیوان ېې مات کړل
خو ښکاري دا خو مې واوره
بیګا ماته سپوږمۍ ووې
چې یو څو بازانو ځالې
دي راوړي ستا وطن ته
هر سهار ورپسې ګرځي
له دې سپي به سترګې باسې
بیا به داسې ځوان باچا شي
چې زمري به ترې ویریږي
بیا به واورې ازانونه
بندګي به د یو خدای وي
دا ګیدړ او شغلي به
څوک مردار او څوک فرار شي
نو ښکاري جنابه درومه
که ته هم تابع د سپي وي
یا غلام د خینځیرانو
نو ورځه په سجده پریوځه
خدای ته وژاړه توبه کړه
ځکه ته به له دې ځایه
رسیدلی تر کور نه وې
چې حالات به ټول بدل وي
ته به ګورې هره لاره
هر ګړنګ او هره باره
چې مردار به خینځیران وي
ها د غرو زمري به وکسې
په هر ښار کې به روان وي