د اروايي او روحاني ناروغيو درملنه داسې وکړئ
زموږپه ټولنه کې اکثره وګړي هغه دي،چې ژوندېې دپښېماني، نهيلي،خفګان اوزړه تنګون سره تړلی دی. هغوی ته داکاينات اودهرانسان ژونداودهريوشي راتلونکی توره شپه ښکاري. ماښام مهال چې دلمرزېړې وړانګې دچېنارونو له سرونوسره خدای پاماني کوي؛ نوهغوی دمغرب دافق د شفق له زړه راښکونکو رنګونو څخه خوندونه نشي اخيستلای. هغوی صرف داګوري چې لمر سترګه پرېوتله او اوس به شپه خپل تورمخ راښکاره کړي. له دې څخه هغوی ژورخفګان اخلي. په اکثره خلکوپه ماښام مهال د نااميدي څپې راځي.هغوی د افکرنه کوي چې په هرې شپې پسې سبا شته او د لمرسترګه چې ماښام ډوبيږي هغه سهاربېرته راختلای شي او خپله رڼا او رنګونه به د کايناتوپه هرڅيز باندې شيندي.
نااميدي اوناکامي ځپلي خلک اکثره داسې وي چې ماښام مهال ډېرخوښ وي، دوی وايي چې ښه ده لمرسترګه پرېوتله اوترسهاره به اوده وي. چې سهارشي افسوس کوي چې اوهوشپه تېره شوه. دسهارد رڼا په ليدلو ډارپرې راشي او ځينې يې داسې اختلاج قلب محسوسوي چې د هغوی د زغملو څخه دباندې وي. داپه اصل کې دوړکتوب اثرات دي چې په لاشعور ذهن کې موجودوي. له مينې او شفقت څخه محرومي اوځينې ناکامې غوښتنې په لاشعورذهن کې اوسيږي.
زه پخواني اثرات اوداسې نور ماضي ته وايم. ماضي له ذهن څخه وباسئ. دازماتجربه ده، چې کوم خلک خپل ذهن او فکر له ماضي څخه ازادنکړي، په هغوی کې چې څومره هم اروايي نيمګړتيا پېداکيږي، دهغې فقط يوه وجه ده، چې هغوی په ماضي کې ژوندتېروي او په جسماني توګه په حال زمانه کې اوسي. پکارداسې ده، چې ذهن دې له وجودسره وي. اوس داسې کيږي چې ذهن وجود دشالوري ته کشوي او وجودوړاندې نشي تللای.
د ذهن او وجوددا شخړه په انسان کې دتېښتې روحيه پياوړې کوي، دايو لاشعوري عمل دی، چې انسان پرې نه پوهيږي. ددې په پای کې کوم کشمکش راولاړيږي د هغې له دوی سره هيڅ درملنه نشته. د تېښتې غوره والی انسان د لذت پرستي په طرف بيايي. هغه خوښي لاسته راوړل غواړي، په اصل کې هغه له دې ځايه په غلطولاروځي. هغه جنسي لذت له غيرفطري لارو څخه لاس ته راوړي. بداخلاقه ناولونه لولي او تورفلمونه ګوري. د سګرټ څکونې عادي وي اوچرس ېې بيا ترهيرويينوپورې ورسوي.
په دې کې چې کوم دنشې عادي نه وي هغوی له خپل وجود څخه دخونداو لذت اخيستولپاره غيرفطري لارې چارې غوره کوي. په تنهايي( يوازيتوب ) کې په غليظو تصوراتو زړه ته هوا ورکوي. په دې شغل سره ددوی جسماني انرژي ضايع شي اود هغوی ځانګړتياوې کمزورې اوياهم ختمې شي. يوه لوري ته حقيقي ژوند دی او بل لوري ته تصورات.انسان ددې دواړوتر منځ لاس ترزنې ناست وي.
نن سباچې زموږپه ټولنه کې د حېواني جذباتودپارېدنې سامانونه بيخي ډېردي، په همدې سبب اکثره خلک په ځانګړې توګه په ځوانانواو نجونوجنسيت غالب شوی دی. ماته ويل شوي دي چې په شپه غاليو( ليليو ) کې د امريکه او اروپا دهيوادونوپه څېر جنسي ازادي په خوره تېزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده. له دې تېزۍ سره نشه يي توکوته هم ډېر مقبوليت حاصيليږي. ددې حيوانيت عکس العمل ښودل شوی دی، په امريکه اوغربي هيوادونوکې خو د مادر پادر (مور و پلار) ازادي رامنځته شوې ده؛ ليکن دخدای فضل دی چې دلته تراوسه داسې نشته.