دا ستا خيالونه د خپل خياله چې بې خيال مې نکړل
اوس خو منې لاليه! څوک درسره ســــــــيال مې نکړل
بې شرمو اوښکو کړل ښکاره ستا پردې دار غمونه
افسوس په دا کوم په زړه کې چې سنبــال مې نکړل
دا دې منم چې يو تر بله سره يو مې نکـــــــــــــــــــــړې
خو دا منه چې يو تر بله په جنجال مې نـــــــــــــــکړل
خير ده په دا دې دوزخي يم چې رښتيا مې وويــل
خيرده که نشوم جنتي خو څوک حلال مې نـــــکړل
ډېر مې په سر وګرځول عمر دراز مروتـــــــــــــــــــــــه
دا د غرض ياران قسم دی چې خوشال مې نـــکړل.