دا ستا په سر بلا سرونو ســـــــــــــــــــــــــره لــــوبې وشوې
زما د چم د ضميرونو ســـــــــــــــــــــــــره لــــــــوبـــې وشوې
راتلونکی وخت به دې تحريک ته چې کوم نام ورکوي
د مرګ نه پس مو د لاشونو سره لوبې وشـــــــــــــــــــــوې
محبوبې ستا د لوپټې تماشه نه ده ګوشـــــــــــــــــــــــــــې
زما د عمر رواجونو سره لوبې وشــــــــــــــــــــــــــــــــــــوې
ستا د غرض مسله لا پورې حل شـــــــــــــــــــــوې نه ده
که د هيواد د سرحدونو سره لوبې وشـــــــــــــــــــــــوې
چېرته د حضر په لباس چېرته په خولې د ټوپــــــک
څومره تنکيو ارمانونو سره لوبې وشــــــــــــــــــــوې
د پسرلي په انتظار عمر دراز مــــــــــــــــــــــــــروته
زما د قام د امېدونو سره لوبې وشــــــــــــــــوې.