دغه بې درد ځکه احســـــــــــــــــــــاس د چا د وير نه لري
درد د درد مند به څه محسوس کړي چې ضمير نه لري
چې تصور ستا د ښايست دخدوخـــــــــــــال وکړي پرې
دومره جــــــــــــرات زما د عقل مصـــــــــــــــــــــور نه لري
زموږ د سر سړي په سر بلا ســـــــــــــــــــرونه غوڅ شول
دا خوبولی اولس لا د دې تدبيـــــــــــــــــــــــــــــر نه لري
له دې نه بله بدبختي  د دې اولـــــــــــــــــس به څه وي
لښکر لري، سر تېری هم مګر امـــــــــــــــــــــير نه لري
په پېنځه وخته کې يو لمونځ بغېر له مينــــې نکړي
دا به لا څوک مني چې دغه سړی پير نـــــــــــــــــه لري
دا به ضرور عمر دراز مروت وي بل څوک به نه وي
دغه چې کار د جاګيردار کړي خو جاګير نـــــه لري.